د سينهوا اژانس د خبر له مخې، عراق د دسمبر په لسمه نېټه له داعش سره د جګړۍ د برياليتوب په مناسبت رسم ګذشت تر سره کړ. امريکا او بريتانيا خبرداری ورکړ چې ترهګريزې ډلې ښايي مړ اور ته پکی ووهي، د ترهګرۍ پرضد د عراق عمليات نه دي پای ته رسيدلي.
د عراق حکومت د دسمبر په لسمه نېټه د پلازمينې بغداد په مرکزي سيمه کې رسم ګذاشت تر سره کړ چې د حکومتي ځواکونو عسکرو، جنګي موټرونو او الوتکو، چورلکو په دې مراسمو کې برخه واخيسته، صدراعظم او د ځواکونو عمومي قوماندان حيدر العبادي د ګارد د احترام مراسم وکتل.
عبادي د دسمبر په نهمه نېټه اعلان وکړ چې حکومتي ځواکونو په دې هېواد کې د داعش تر کنترول لاندې ټولې خاورې بيا نيولې دي، عراق له داعش سره مبارزه کې برياليتوب تر لاسه کړی دی. د عراق حکومت د دسمبر لسمه نېټه د برياليتوب د نېټې په توګه وټاکله او د يوې ورځنۍ رخصتۍ اعلان يې وکړ.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند هياتهير ناويرت د دسمبر په نهمه نېټه د ياد برياليتوب له امله د مبارکۍ اعلاميه خپره کړه او و يې ويل، چې د ترهګرۍ پرضد د عراق عمليات پای ته نه دي رسيدلي، امريکا به له عراقي ځواکونو سره د روزنو او تجهيزاتو مرستو ته دوام ورکړي.
د بريتانيا لومړۍ وزيرې ټريسا مې د دسمبر په نهمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره عبادي ته مبارکي ورکړه او په عين وخت کې يې خبرداری ورکړ چې داعش ته ماتې نه ده ورکړل شوې.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |