د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د چاپيريال ساتنې وزير لي ګان جيه د دسمبر په لسمه نېټه وويل، چې د پنځو کلونو راهيسې د چاپيريال د ادارې په اړه د چين ځانګړتيا لرونکی موډل جوړ شوی دی او د ککړتياوو د کمولو او مخنيوي په برخو کې د ليدو وړ برياليتوبونه تر لاسه شوي دي.
نوموړي د دسمبر په لسمه نېټه د چين د چاپيريال او د نړيوالې همکارۍ د پياوړتيا کميټې په کلنۍ غونډه کې يادې څرګندونې وکړې.
لي ګان جيه وويل، چې د دولت شورا د هوا، اوبو او ځمکو د ککړتياوو د کموالي او مخنيوي ۳ لوی عملي پلانونه خپاره کړي چې د دغو پلانونو په رڼا کې ښې نتيجې رامنځته شوي. د شمېرنې له مخې، د سکرو بريښناکوټونو د بشپړولو له لارې د SO2 ايستنې اندازه ۸۳٪، د NOx د ايستنې اندازه ۵۰٪ او د دوړو اندازه ۶۷٪ کمه شوې ده.
هغه زياته کړه چې روان کال د هوا ککړتياوو د مخنيوي پلان وروستی کال دی، د اوسني حالت له مخې، امکان شته چې ټاکلې مهمې موخې پوره شي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |