CRI Online

چين د فليپين او تايوان تر منځ د رسمي همکارۍ په سندونو باندې سخت غبرګون وښود

cri     (GMT+08:00) 2017-12-11 10:35:56

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د دسمبر په اتمه نېټه د فليپين او تايوان تر منځ د رسمي همکارۍ د سندونو په اړه وويل، فليپين له چين سره رسمي ديپلوماتيکې اړيکې لري، چين د دې هېواد او تايوان تر منځ له هر ډول رسمي همکاريز سند سره ټينګ مخالفت کوي او له فليپين سره مو مفاهمه کړې ده.

هغه وويل، چين دا مني چې له چين سره رسمي ديپلوماتيکې اړيکې لرونکي هېوادونه له تايوان سره معاملې او ملکي تګ راتګ تر سره کړي، خو موږ دا نه منو چې هغه هېوادونه له تايوان سره رسمي سندونه يا تړونونه لاسليک کړي. چين له فليپين څخه غوښتنه کوي چې د يو چين د پېژندنې دريځ وساتي، څو چې د چين او فليپين تر منځ په اړيکو کې د تايوان مسئلې ناوړه اغېزه له منځه يووړل شي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای