CRI Online

د ايران ولسمشر: د اسرائېلو د پلازمينې په توګه د بيت المقدس منل د امريکا غلطه پريکړه ده

cri     (GMT+08:00) 2017-12-11 14:02:37

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران ولسمشر حسن روحاني د دسمبر په لسمه نېټه په تهران کې وويل، د اسرائېلو د پلازمينې په توګه د بيت المقدس منل د امريکا غلطه پريکړه ده.

د ايران د دولتي تلويزيون د خبر له مخې، روحاني په همدې ورځ د بريتانيا د بهرنيو چارو له وزير بوريس جوهنسون سره ملاقات کې وويل، د امريکا له خوا د اسرائيلو د پلازمينې په توګه د بيت المقدس د منلو له امله به د منځني ختيخ حالات لا ترينګلي شي. ايران تل د منځني ختيځ د سولې او ثبات د ساتنې او له ترهګرۍ او افراطي ډلو سره د مبارزې په هڅه کې دی، خو د امريکا دغه عمل د منځني ختيځ پر سولې منفي اغېزې کړې دي.

جوهنسون وويل، چې بريتانيا دا نظر نه لري چې د امريکا دغه عمل مناسبه پريکړه ده. بريتانيا د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې او د سيمه ييزې سولې او ثبات د ساتنې لپاره د ايران د کوښښونو ستاينه کوي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای