CRI Online

د هوا ککړتيا د مخنيوي او کنترول په هکله د چين ٥ موخې ښايي د روان کال په پای کې په پوره توګه تر سره شي

cri     (GMT+08:00) 2017-12-11 15:37:46

د ٢٠١٧ کال لپاره د چين د چاپيريال او پرمختګ د نړيوالې همکاريزې کميټې کلنۍ غونډه په دې وروستيو ورځو کې په بېجينګ کې تر سره شوه.د روانې مياشتې په لسمه نېټه د چين د چاپيريال ساتنې وزير لي ګان جيې وويل چې ٢٠١٧ کال د چين د هوا ککړتيا د مخنيوي او کنترول د عملي پلان د تر سره کېدو کال دی چې له مخې يې ټاکل شوې پنځه موخې ښايي د روان کال په پای کې په پوره توګه تر سره شي.

د چين د چاپيريال او پرمختګ د نړيوالې همکاريزې کميټې د رئيس مرستيال او د چين د چاپيريال ساتنې وزير لي ګان جي وويل چې په دې وروستيو کلونو کې په چين کې د ايکولوژيکي مدنيت په ابادۍ سره سره چاپيريال په څرګنده توګه ښه شوی دی . هغه وويل(اواز.........) په ٢٠١٦ کال کې د سيمې په کچه د ښارونو په شمول درې سوه اته دېرشو ښارونو کې د PM10 منځنی غلظت د ٢٠١٣ کال په پرتله په سلو کې پنځلس اعشاريه پنځه کم شوی دی.د چين په بېجينګ او تيان جين ښارونو،د هه بۍ ولايت،د يانګ جي او جوجيانګ سيندونو په شاوخوا سيمو کې د2.5 PM منځنی غلظت په سلو کې دېرش کم شوی .د تيزابي باران د اورښت مساحت د ځمکې د عمومي پراخوالي له دېرش سلنې څخه اووه اعشاريه دوو ته راټيټ شوی .سربېره پردې په ګرد هېواد کې د اوبو کيفيت هم لوړ شوی دی.

٢٠١٧ کال د چين د هوا ککړتيا د مخنيوي او کنترول د عملي پلان د تر سره کېدو کال دی . ښاغلي لي وويل چې له پنځو کلونو راهيسې په چين کې د چاپيريال د ادارې او کنترول ځانګړی موډل په بنسټيزه توګه جوړ شوی او د هوا ککړتيا د مخنيوي او کنترول په برخه کې ښې پايلې تر لاسه شوې چې د ياد پلان له مخې پنځه موخې ښايي د روان کال په پای کې تر سره شي.هغه وويل(اواز..........) لومړۍ موخه دا وه چې د سيمې په کچه د ښارونو په شمول درې سوه اته دېرشو ښارونو کې د PM10 اندازه له لس سلنې څخه زياته برخه کمه شي.خو د روان کال له جنوری څخه تر نومبر پورې دغه اندازه په سلو کې شل اعشاريه څلور کمه شوې ده.دوهمه موخه دا وه چې په بېجينګ،تيان جين ښارونو او هه بی ولايت کې د PM2.5 اندازه په سلو کې ٢٥ کمه شي.د روان کال له جنورۍ څخه تر نومبر پورې دغه اندازه د ٢٠١٣ کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې اته دېرش اعشاريه دوه کمه شوې او د يانګ جي او جو جيانګ سيندونو په شاوخوا سيمو کې دغه اندازه په جلا جلا توګه په سلو کې يو دېرش اعشاريه اووه او په سلو کې پنځوېشت اعشاريه شپږ کمه شوې ده.سربېره پردې په بېجينګ کې دغه کلنۍ اندازه په هر متره مربع کې شپېته مايکروګرامو ته رسېدلې ده.د اوسني حالت له لحاظه دغه پنځه موخې ښايي تر سره شي.

په دې وروستيو ورځو کې د چاپيريال ساتنې په برخه کې د چين له خوا تر لاسه شوې لاسته راوړنې د نړيوالې ټولنې له خوا وستايل شولې.د يادې کميټې د رئيس مرستيال او د م م د چاپيريال د پروګرام ادارې اجرائيوي مشر سولحيم وويل چې په دې وروستيو کلونو کې د چين حکومت له اقتصادي پرمختګ څخه د اقتصادي پرمختګ او چاپيريال همغږۍ ته پام اړولی دی. په راتلونکې کې به چين د نړيوال چاپيريال د اصلاحاتو په برخه کې نور مهم رول ولوبوي.هغه وويل(اواز.........) د چين حکومت په جدي توګه ايکولوژيکي مدنيت په راتلونکی پنځه کلن پلان کې زيات کړی دی. د اټکل له مخې به د چاپيريال ساتنې په برخه کې چين ابتکاري ګامونه پوره کړي چې له امله به يې په دې برخه کې د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ همکارۍ پياوړې شي بلکې د اړوندو توليداتو او خدمتونو بيې به راټيټې شي چې ګرده نړۍ ترې ګټې واخلي.دوهم چين به د خطر سره مخ موجوداتو د ساتنې په برخه کې مهم رول ولوبوي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای