CRI Online

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د تايوان چارو دفتر د شين ګوند له پلاوي سره خبرې اترې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2017-12-11 19:30:56

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د تايوان چارو دفتر د دسمبر په ۱۱مه نېټه په بېجينګ کې د شين ګوند له پلاوي سره خبرې اترې وکړې.دواړو خواوو د تايوان تنګي دواړو غاړو ترمنځ اړيکو د سوله ييز پرمختګ او د هېواد د يووالي او سمسورتيا په اړه د نظريو تبادله وکړه.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د تايوان چارو دفتر مدير جانګ جه جيون مېلمانو ته د چين د کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس نتيجې ،ستر اهميت او د تاريخي اغېزې په اړه معلومات ورکړل او په نولسم ملي کانګرس کې ټاکل شوی د تايوان چارو تګلارې بيان کړې.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای