CRI Online

د چين د کمونېست ګوند د ١٩م ملي کانګرس روحيې په هکله تبليغاتي پلاوي له پاکستان څخه ليدنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-12-12 09:33:24
 د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د دسمبر له اتمې نيټې څخه تر يوولسمې نيټې پورې د چين د کمونېست ګوند د بهرنيو اړيکو څانګې د مشر مرستيال وانګ يا جون د چين د کمونېست ګوند د ١٩م ملي کانګرس روحيې په هکله د تبليغاتي پلاوي په مشرۍ له پاکستان څخه ليدنه وکړه او د مسلم ليګ له مشر او د پارلمان له مشر سردر اياز صديق ،د استازو جرګې د رئيس مرستيال عبدالغفور هيدري او د پنجاب ايالت له لومړي وزير شه باز شريف په شمول د پاکستان له ګوندي او سياسي مشرانو سره يې وکتل او د چين د کمونېست ګوند د ١٩م ملي کانګرس په باب يې معلومات وړاندې کړل. صادق د دې ملي کانګرس د نړيوال اهميت لوړه ارزونه وکړه او غواړي چې له چين سره هر اړخيزه همکارۍ پياوړې کړي او د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز د ابادۍ د پرمخبيولو لپاره دې هڅه وکړي.(غاټول)
اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای