CRI Online

ډونلد ترمپ اعلان وکړ چې امريکايي کيهان نوردان به بيا سپوږمۍ ته لاړ شي

cri     (GMT+08:00) 2017-12-12 09:34:18

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د امريکا ولسمشر ډونلدترمپ د روانې مياشتې په يوولسمه نېټه د فضايي تګلارې په هکله د يوه امر په لاسليکولو سره اعلان وکړچې امريکا يي کيهانوردان به بيا سپوږمۍ ته لاړ شي او تر هغه وروسته به مريخ کې ګامونه اوچټ کړي.

نوموړي په همدې ورځ په سپينې ماڼۍ کې وويل چې امريکا به نه يوازې په سپوږمۍ کې بيرغ ولګوي بلکې مريخ ته د انسان وړونکې بېړۍ د ليږدولو دندې لپاره به بنسټ کيږدي.

ترمپ په خپلو خبرو کې سپوږمۍ ته د امريکايي کيهانوردانو د تللو مهالويش نه دی ياد کړی.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای