CRI Online

د ټولې نړۍ پر سمندر د چين د لومړۍ علمي پلټنې درېيم پړاو بشپړ شو

cri     (GMT+08:00) 2017-12-12 10:48:02

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د شيانګ يانګ هونګ 01 په نوم بيړۍ د لوېديځې لومړۍ وختي سيمې په وخت د دسمبر د لسمې نېټې په مازديګر د ټولې نړۍ پر سمندر د چين د لومړۍ علمي پلټنې درېيم پړاو بشپړ کړ او د اتلانتيک سمندر له جنوبي سيمې څخه د چيلي په لور وخوځېدله.

د دې عملي پلټنې د دوهم او درېيم پړاوونو سر عالم لي چوان شون وويل، ياده بيړۍ د نومبر په دوه ويشتمه نېټه د جنوبي افريقا له کاپي دون بندر څخه وخوځېدله او په اته ويشتمه نېټه کاري سيمې ته ورسېدله. عالمانو په دې سيمه کې په ديارلسو ورځو کې د سمندر د جيالوجي حالاتو، سمندري چاپيريال، د اوبو جريان، د سمندري اوبو کيمياوي او د سمندر د مايکرو پلاستيکو موادو په اړه ګډه پلټنه وکړه او ټولې ټاکل شوې دندې يې بشپړې کړې.

د مالوماتو له مخې، دغه بيړۍ به په چيلي کې د اړتياوړ توکو د اخيستلو او د عالمانو تر بدلولو وروسته د جنوبي قطبي مناطقو په لور وخوځېږي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای