CRI Online

وانګ يي د چين ، روسيې او هند ترمنځ د وزيرانو په ١٥م ملاقات کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2017-12-12 11:09:16

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د دسمبر په ١١مه نېټه د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ اي د هند په نوي ډيلي کې د چين، روسيې او هند ترمنځ د وزيرانو په ١٥م ملاقات کې ګډون وکړ.

نوموړي وويل چې د چين، روسيې او هند ترمنځ د همکاريز ميکانيزم جوړونه د نړۍ د څو قطبيز کېدو او د نړيوالو اړيکو د ديموکراتيک کېدو له تمايل او د دريو هېوادونو،د سيمې او نړۍ له ګټو سره سمون لري.په تېرو پنځلسو کلونو کې د دريو خواوو په هڅو او کوښښونو سره په درې اړخيزې همکارۍ کې ښې نښې نښانې ښودل شوې او د دې ترڅنګ هم زيات امکانات هم موجود دي .چين، روسيه او هند د دريو پرمختيايي او سمسورو هېوادونو په توګه بايد د نړيوال جوړښت د بدلولو لپاره مثبت رول ولوبوي او په اوسنۍ نړۍ کې دې د يوه ثابت ځواک په توګه وګرځي.

په همدې ورځ وزير وانګ اي د هند د دولتي امنيت له سلاکار عاجت کومر دوال سره وکتل او د کتنې په ترڅ کې يې وويل چې اوس د چين او هند ترمنځ اړيکې په مهم پړاو کې دي.دواړه خواوې بايد د دوه اړخيزو اړيکو د راتلونکي لوري په هکله سم غوراوي ته اړتيا لري .چين او هند په نړۍ کې لوی اغيزه لرونکی هېوادونه ګنل کيږي، نو بايد په سمه توګه د اوږدې مودې او نړۍ له لحاظه دوه اړخيزو اړيکو ته وګوري.د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د اقتصادي همکارۍ وړانديز او د نړيوالې همکارۍ ډګر دی چې موخه يې د يوه کمربند او يوې لارې په اوږدو کې پرتو هېوادونو او خلکو ته د ګټې رسول دي . چين غواړي چې له هند سره تګ راتګ او همکارۍ پياوړې کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای