د سينهوا اژانس د خبر له مخې د عراق د شيعه ګانو ډلې مذهبي مشر مقتدا الصدر د روانې مياشتې په يوولسمه نېټه د مليشه وسله والې ډلې د منحلولو اعلان وکړ.
صدر په همدې ورځ په تلويزيوني وينا کې د سولې ساتونکې ډلې په نوم د وسله والې ډلې د منحلولو اعلان وکړ او عراقي حکومت ته يې وسلې ور کړې او له سامره پرته د عراق په نورو ځايونو کې ټول اداري څانګې يې بندې کړې دي.
نوموړي وويل چې اړوند وسله وال به په راتلونکو ٤٥ ورځو کې له هغو سيمو څخه ووځي چې پکې له داعش ډلې سره مبارزه لاهم روانه ده. (غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |