CRI Online

د م م د چاپيريال د پروګرام ادارې چارواکي:نور هېوادونه د چين د چاپيريال د ادارې او کنترول له تجربو زده کړه کولی شي

cri     (GMT+08:00) 2017-12-12 11:10:39

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د م م د چاپيريال د پروګرام ادارې اجرائيوي مشر اريک سولحيم د روانې مياشتې په ١١مه نېټه له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې نور هېوادونه د چاپيريال د ښه والي په برخه کې د چين د چاپيريال د ادارې او کنترول له تجربو زده کړه کولی شي.

سولحيم وويل چې له دېرشو کلونو راهيسې چين په اقتصادي پرمختګ کې د ليدو وړ لاسته راوړنې تر لاسه کړې دي ، خو په عين وخت کې د چاپيريال په برخه کې يې بيه ور کړې ده.نو ځکه اوس د چين حکومت د بې وزلۍ د ليرې کولو ترڅنګ د چاپيريال ساتنې لپاره زيات کارونه تر سره کړي دي.

د ده په اند د يوه چټک پرمختيايي هېواد په توګه د چين اقتصادي سيستم اغيزمن ګڼل کيږي .د هوا ککړتيا د مخنيوي او کنترول په برخه کې چين د نورو هېوادونو لپاره اړوند تخنيکونه او لايحې برابرولی شي. (غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای