د سينهوا اژانس د خبر له مخې د سوداګرۍ نړيوال سازمان د يوولسمې دورې د وزيرانو په کچه غونډه د روانې مياشتې په يوولسمه نېټه يوه غونډه تر سره کړه .د چيني پلاوي مشر او د سوداګرۍ وزير جونګ شان په خپله وينا کې پر دې ټينګار وکړ چې چين تل د اقتصاد د نړيوال کېدو او د څو اړخيز سوداګريز ميکانيزم ټينګ ساتونکی دی .
نوموړي وويل چې د اقتصاد نړيوال کېدل نه بدلېدونکی تاريخی تمايل دی او د نړيوال اقتصاد د پرمختګ لپاره يې قوی خوځنده ځواک برابر کړی دی .د ياد سازمان اصول د اقتصاد د نړيوال کېدو لپاره د نظام مهم ضمانت دی او د بېلا بېلو هېوادونو له ګډو ګټو سره سمون لري .د نوي حالت پر وړاندې چين غواړي چې د اقتصاد د نړيوال کېدو د پرمخبيولو لپاره د دې سازمان له غړو سره يو ځای ګډه هڅه وکړي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |