CRI Online

وانګ يي له لاؤروف سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2017-12-12 11:34:48

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يې د دسمبر په يوولسمه نېټه په نوي دهلي کې د روسيې د بهرنيو چارو له وزير سيرګي لاؤروف سره وکتل.

وانګ يي وويل، سږ کال د چين او روسيې د سرمشرانو د هڅو په رڼا کې، د دواړو هېوادونو تر منځ د ستراتيژيکو همکاريو هر اړخيزې اړيکې په مسلسل ډول په لوړه کچه پرمختګ کړی دی. دواړو خواوو د مرکزي ګټو په اړه مسئلو کې يو له بل ملاتړ کړی، په نړيوالو چارو کې ژورې همکارۍ ساتلي او د نوي ډول نړيوالو اړيکو د جوړولو په ساحه کې يې مثبت خدمتونه برابر کړي دي. چين غواړي چې له روسيې سره يو ځای د دواړو سرمشرانو لخوا د لاسليک شويو موافقه ليکونو د پلي کولو، د خپلمنځي تګ راتګ د ټاکلو او د دواړو خواوو تر منځ په اړيکو کې د لا زياتو برياليتونو د تر لاسه کولو لپاره ګډ کوښښونه وکړي.

لاؤروف د وانګ يي يادې خبرې وساتي او و يي ويل، روسيه به په دواړو او هر اړخيزو چوکاټونو کې له چين سره همغږي او همکاري پياوړې کړي او د پرمختګ او ګډو ګټو د ساتنې لپاره به هڅې وکړي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای