CRI Online

وانګ يانګ د دولتی ځنګلي فارمونو د اصلاحاتو د پرمخبيولو په غونډه کې وينا وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-12-12 11:58:52

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د دولتی ځنګلي قارمونو د اصلاحاتو د پرمخبيولو غونډه د دسمبر په يوولسمه نېټه په بېجينګ کې تر سره شوه. د چين مرستيال صدراعظم وانګ يانګ په دې غونډه کې په خپله وينا کې پر دې ټينګار وکړ چې د دولتی ځنګلي فارمونو اصلاحات نه يوازې د ايکولوژيکي تمدن د اصلاحاتو مهمه برخه ده، بلکې د هېواد د ايکولوژيکي امنيت د ساتنې او د ښکلي چين د جوړونې مهم تدابير دي. په دې وروستيو دوو کلونو کې، په دې اصلاحاتو کې څرګند برياليتوبونه رامنځته شوي دي، د طبيعي ځنګلونو غوڅول په هر اړخيز ډول درېدلي دي. غيرضروري کارکوونکي په عمده ډول په نويو دندو کې ګډون کړی، د دولتی ځنګلي فارمونو د ادارې ميکانيزم د ښه والي په حال کې دي. موږ دې په راتلونکې کې په اصلاحاتو کې اتلو ادارو يا کارکوونکو ته بخشش ورکړو، پر هغو ادارو يا کارکوونکو باندې چې وروسته پاتی وي، نيوکه وکړو، څو چې اصلاحات په سالم او ثابت ډول پرمخ شي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای