CRI Online

د هند ولسمشر د چين د بهرنيو چارو له وزير وانګ اي سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2017-12-12 14:25:19

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د دسمبر په ١١مه نېټه د هند ولسمشر رمناس کويند په جمهوري ماڼۍ کې د چين د بهرنيو چارو له وزير وانګ اي سره وکتل چې په نوي ډيلي کې يې د چين، روسيې او هند ترمنځ د وزيرانو په ملاقات کې ګډون کړی و.کويند د وزير وانګ اي له لارې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ته نيکې هيلې او سلامونه وړاندې کړل او ويې ويل چې هند او چين يو د بل مهم ګاونډی هېوادونه دي چې دوستي يې اوږد تاريخ لري.د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ نه يوازې د دواړو خواوو له ګټو سره سمون لري بلکې د سيمې او نړۍ د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره ګټورې دي.

وزير وانګ اي ولسمشر کويند ته د رئيس شي جين پينګ نيکې هيلې او سلامونه وويل او زياته يې کړه چې چين او هند لرغونی مدنيت لرونکی او سمسور هېوادونه دي او د پرمختګ او قومي سمسورتيا په کليدي پړاو کې دي .دواړه هېوادونه پر څو اړخيز کېدو ټينګار کوي او د نړيوالو اړيکو د ديموکراتيک کېدو لپاره هڅه کوي.چين غواړي چې په بېلا بېلو ساحو کې له هند سره همکارۍ پياوړې کړي.

په همدې ورځ وانګ يي د هند د بهرنيو چارو له وزيرې سوشما سواراج سره وکتل او د کتنې په ترڅ کې يې وويل، سږ کال د چين او هند تر منځ اړيکې په عمده ډول د ودې او پرمختګ په حال کې دي. دواړو خواوو د خپلمنځي اړيکو د پرمختګ لپاره کوښښونه کړي دي، خو نتيجه دومره د رضايت وړ نه ده. له سرحدي کرښې څخه چين ته د هند د سرحدي ځواک د ننوتلو پېښې د دواړو هېوادنو تر منځ د اړيکو په وړاندې سخته ازموينه ده. دغه پېښه په پای کې په ديپلوماتيکه لاره او سوله ييزه توګه حل شوې ده او له دې څخه څرګندېږي چې د چين او هند تر منځ اړيکې ورځ په ورځ پخې شوې دي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای