CRI Online

په روان کال کې د نړيوال اقتصاد د زياتوالي انډول ۳٪ ته رسيدلی

cri     (GMT+08:00) 2017-12-12 16:39:57


م م د دسمبر په يوولسمه نېټه په عين وخت کې د ژنيو په شمول د نړۍ په زياتو ښارونو کې د۲۰۱۸ کال لپاره د نړيوال اقتصاد د حالاتو او پس منظر په عنوان راپور خپور کړ. په دې راپور کې راغلي چې د روان کال د نړيوال اقتصادي زياتوالي تمايل ښکاره شوی، د زياتوالي انډول يې درې سلنې ته رسيدلی دی چې دا شمېر د ۲۰۱۱ کال راهيسې تر ټولو لوړ دی. د نړيوال اقتصادي زياتوالي لپاره د چين خدمتي اندازه يو په درېيمه برخه نيسي.

د نړيوال اقتصاد د حالاتو او پسی منظر په عنوان راپور د نړيوال اقتصادي تمايل په اړه د م م مهم راپور دی. د روان کال راپور د م م د اقتصادي او ټولنيزو چارو څانګې، د م م د سوداګرۍ او پرمختګ کنفرانس، د م م د پنځو سيمه ييزو کميټو او د سيلانۍ د نړيوال سازمان له خوا په ګډه ليکل شوی.

ياد راپور د سږ کال د نړيوالو اقتصادي حالاتو په اړه مثبت او تشويق کوونکي معلومات ورکړي چې له مخې يې په روان کال کې د نړيوال اقتصاد د زياتوالي تمايل ښکاره شوی دی. له دې امله چې په دې وروستيو کې د بحرانونو اړوند د کمزورۍ عوامل او د نورو ناآراميو پېښو منفي اغېزې کمې شوې دي، د نړيوال اقتصاد د زياتوالي انډول درې سلنې ته رسيدلی دی چې دا د ۲۰۱۱ کال راهيسې تر ټولو ښه شمېر دی. د ګردې کرې د دوه په درېيمه هېوادونو د اقتصادي زياتوالي سرعت د تېر کال په نسبت چټک دی. ختيځې اسيا او جنوبي اسيا لا هم د نړۍ ټر ټولو حياتي او غښتلې سيمې دي چې سږ کال د يادو دوو سيمو د اقتصادي زياتوالي اندازې د نړۍ نيمه برخه نيولې ، چين پکې يو په درېيمه برخه نيولې ده. د ارجنټاين، برازيل، نايجريا او روسيې اقتصادي پرزيدا پای ته رسيدلې دي چې دا د نړيوال اقتصادي زياتوالي د لوړېدو لپاره ګټوره ده.

د نوموړي راپور له مخې، په ۲۰۱۸ کال او ۲۰۱۹ کال کې به د نړيوال اقتصادي زياتوالي انډول شا خوا درې سلنه وي.

په دې راپور کې دا هم ياده شوې چې که څه هم د نژدې آيندې حالت به ښه وي، خو نړيوال اقتصاد د سوداګريزو تګلارو د بدلون، د نړيوال پولي فضا د ناڅاپي خرابوالي او د جيوپوليتيکس د ترينګلتيا په شمول له خطرونو سره مخامخ دی.

دغه راپور په لنډمهالي او اوږدمهالي موده کې د پام وړ خطرناکو عواملو ته اشاره کړې ده. لومړی، د اقتصاد شامل پرمختګ. په دې وروستيو کې د اقتصادي حالت د ښه والي په برخه کې د بېلا بېلو هېوادونو او سيمو پديدې بېلا بېلې دي. د اټکل له مخې، له روان کال څخه تر ۲۰۱۹ کال پورې به په افريقا، لويديځې اسيا، لاتينې امريکا او کارابين کې د خلکو منځني عايدات زيات نه شي. په دغو سيمو کې عموما دوه سوه پنځه اويا مليونه کسان په پوره بېوزلۍ کې ژوند کوي.

دوهم، د چاپيريال دواملرونکی پرمختګ. د لومړۍ شمېرنې له مخې، د کاربون دوه اکسايد د ايستنې اندازه چې له انرژۍ سره تړاو لري، له مسلسل دری کلن ثابت وروسته په روان کال کې زياته شوې، له دې څخه ښکاري چې د چاپيريال ساتنې ته دې لومړيتوب ورکړل شي. د اقتصادي او ټولنيزو چارو په اړه د م م مرستيال سرمنشي ليو جن مينګ د راپور په خپرولو سره وويل، چې که څه هم د نړيوال اقتصاد ښه والی د هرکلي وړ پيغام دی او اقتصاد لا ثابت او سالم ښکاري، خو موږ بايد دا په ياد کې ولرو چې اقتصادي ښه والی ښايي د چاپيريال د قربانۍ په بيه تر لاسه شوی، نو موږ بايد د دې لپاره هڅې وکړو چې د چاپيريال له قربانۍ څخه اقتصادي پرمختګ جلا کړو.

بر سيره پر دې، پرمختيايي اقتصادونه بايد د پولي خطرونو پر وړاندې توان پياوړی کړي.

په راپور کې دا هم ويل شوي چې که څه هم اوږد مهالې ننګون ې شتون لري، خو د عمومي اقتصادي حالت د ښه والي په رڼا کې د اړوندو تګلارو جوړول د يادو ننګونو د حل لپاره فرصت دی. د م م سرمنشي انتونيو ګوتريس د راپور په سريزه کې ليکلی چې اوسنی عمومي اقتصادي شرايط د پاليسي جوړونکو لپاره ګټور دي، تر څو د دواملرونکي پرمختګ په اړه موخو د پوره کېدا په وړاندې اوږد مهالي خنډونه ليري شي.په دې راپور کې پر دې ټيڼګار شوی چې بايد د اقتصادي متنوعيت د زياتوالي، د نابرابرۍ د کمولو، د اوږد مهالې پانګونې د ملاتړ او د نظام د نيمګړتياوو د حل په څلورو برخو کې تګلارې بشپړې شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای