د يو کمربند او يوې لارې تر وړانديز لاندې د انرژۍ په برخه کې نړيواله همکارۍ د ټينګيدو په حال کې ده. د يو کمربند او يوې لارې په اړوند سرمشريز فورم د دسمبر په ۱۲مه نېټه په بيجينګ کې تر سره شو. د انرژۍ د نړيوال پروګرام اړوندې مسئولې وويل چې چين به په نړۍ کې د پاکو انرژيو د بدلو په بهير کې لارښوونکي رول ولوبوي.
د چين د انرژۍ د څيړنې ټولنې د مشر مرستيال وانګ يوي مين وويل چې د يو کمربند او يوې لارې تر وړانديز لاندې د چين د انرژيو پرمختګ له سترو فرصتونو سره مخامخ دي.
د انرژي د نړيوال پروګرام د اسيا او ارام سمندر سيمې چارو څانګې مسولې ميرمن ايا يوشيدا وويل د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې بېلا بېل هېوادونه خپل ځانګړي تفوق لري او يو له بل سره يې د همکارۍ فضاه پراخه ده. د پاکو انرژيو د بدلولون په بهير کې د چين تجربې به ټولې نړۍ ته ګټې ورسوي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |