د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړی او د دولتي شورا غړی يانګ جې چه د دسمبر په ۱۲مه نېټه په بېجينګ کې د امريکا د بهرنيو چارو تګلارو کونسل له پلاوي سره وکتل.
يانګ جې چه وويل، چې د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو دايمي سالم او ثابت پرمختګ د دواړو هېوادونو له اصلي ګټو سره سمون لري او د نړيوالې ټولنې عامه هيله ده. دواړه خواوې بايد متقابل درناوی وکړي، خپلمنځي همکاري دې ژوره کړي او توپيرونه دې په مناسبه توګه حل کړي.
د امريکا پلاوي وويل، چې امريکا له چين سره په زياتو برخو کې ګډې ګټې او موخې لري، امريکا غواړي چې له چين سره د دواړو خواوو ترمنځ د اړيکو د لا ټينګوالي لپاره کوښښونه وکړي.
دواړو خواوو د کوريا ټاپووزمې مسئلې په هکله د نظريو تبادلې هم وکړې.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |