د اقليمي بدلون په اړه د چين ځانګړي استازي شې جن هوا د دسمبر په ۱۲مه نېټه په پاريس کې د يوې کرې په نامه د اقليمي عملياتو لپاره د پانګو د راغونډولو په غونډه کې وويل، د چين د وروستيو کلونو له تمريناتو څخه ښکاري چې د اقليمي بدلون پر ضد د هېواد د دايمي، اغېزمنو او ځواکمنو موخو ټاکنه او د اړوندو تګلارو بشپړوالی د شين رنګ او ټيټ کاربون په برخه کې د ټولنې د پيسو او تخنيکونو د راټولو لپاره ګټور دی.
په همدې ورځ شې جن هوا د عامو پانګو له لارې د اقليمي ادارې په اړه يو فورم کې له برخوالو سره د چين بريالۍ تجربې شريک کړې.
نوموړي وويل، چې چين په جلا جلا توګه په ۲۰۰۹ کال او ۲۰۱۵ کال کې د اقليمي بدلون پر وړاندې موخې او د هېواد د خدمتونو موخې خپرې کړې. تر ۲۰۳۰ کال پورې د چين د اړوندو موخو د پوره کولو لپاره به يو څلوېښت زره مليارډه يوانه پيسې ولګول شي، دا به نهه شپيته مليونو تنو ته کاري فرصتونه ورکړي.
د پرمختيايي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ په اړه شې جن هوا وويل، چې د تېرو څو کلونو راهيسې چين د يو سلو شل پرمختيايي هېوادونو يو زرو شپږ سوو تنو ته روزنې ورکړې دي، تر څو د اقليمي بدلون پر وړاندې د دغو هېوادونو توان پياوړی شي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |