CRI Online

په نان جينګ کې د ټول وژنې د وژل شوو وګړو د يادونې او درناوي په ورځ کې د سولې هيله

cri     (GMT+08:00) 2017-12-13 15:24:34

اتيا کاله دمخه جاپاني پوځ د چين پر نان جينګ ښار تېری کړی و او په ډله ييزه توګه يې ډېر ځايي وګړي په بې رحمۍ وژلي وو چې دا چينايانو ته يې ډېر زيانونه رسولي او رسوي يي.د روان کال د دسمبر ١٣مه نيټه په نان جينګ ښار کې د ټول وژنې د وژل شوو وګړو د يادونې له اتيايمې کاليزې سره برابره ده.مونږ هيله لرو چې خلک په ځمکنۍ کره کې په سوله کې ژوند وکړي او لازيات هېوادونه او خلک تاريخ ياد کړي.

په نان جينګ ښار کې د ټول وژنې د وژل شوو وګړو د يادونې او درناوي ورځې د رارسيدو په وخت کې د دې وژنې په هکله د موزيم پخواني مشر جو چنګ شان خبريال ته وويل (اواز...........) په نان جينګ ښار کې ټول وژنه په چين کې د جاپاني تېری کوونکو له خوا تر سره شوې ډيره د بې رحمۍ پېښه وه او .تر جګړې وروسته د ليری ختيځ د نړيوالې محکمې له قضاوت سره سم په نان جينګ ښار کې ټول وژنه د اوسنۍ زمانې په جنګي تاريخ کې د حيرانتياوړ قتل او عام جنايت و چې د قضاوت سند يې ١٢١٨ پاڼې لري او پر دوو برخو ويشل کيږي چې يو يې پر نان جينګ ښار تېری کول دي او بل يې په دې ښار کې ټول وژنه ده.په دې سند کې د نان جينګ د ټول وژنې محتويات او شواهد تائيد شوی و.

ښاغلي جو وويل چې که څه هم اتيا کاله تېر شوي دي،خو د دې ټول وژنې په هکله يادونه غمجنه بلل کيږي.د يادې ورځې له ټاکلو څخه د عامه وګړو د حقونو درناوی او له جګړې سره د مخالفت او سولې او ژوند ته د ارزښت ور کولو نيت ښکاره کوي.

جاپاني حکومت بايد د دوهمې نړيوالې جګړې له تاريخ څخه درس او عبرت واخلي، خو له شرايطو پرته نړيوالو ته د سر ټيټولو له دوه اويا کلونو راهيسې جاپاني حکومت په ډول ډول پلمو خپل جرمونه رد کړي او هيڅکله په نان جينګ ښار کې د ټول وژنې له امله يې بښنه نه ده غوښتې .په دې هکله د چين د ټولنيزې اکاډمۍ د چين د وروستۍ زمانې د څېړنيز انسټيټيوټ څېړونکي بيان شيو يوو په دې اند دی چې په جګړه کې د پاتی شويو مسئلو څخه د جاپاني حکومت انکار د بشريت له اخلاق څخه سرغړونه ده.هغه وويل(اواز.............)د دوهمې نړيوالې جګړې په موده کې د پاتی شويو مسئلو په هکله لازيات سياستوال تاريخي حقيقت نه مني او حتې داسې يې ويلي چې که تاريخي حقيقت ومني،دا به جاپاني ګټو ته زيانونه ورسوي ،نو ځکه د چين،شمالي او جنوبي کوريا په شمول د اسيايي هېوادونو پر وړاندې کلکه رويه غوره کوي .دا رښتيا ده چې که دوی په دوامداره توګه دغه رويه غوره کړي،دوی به د يوه عادي هېواد په توګه په اسيايي او نړيواله ټولنه کې برخه وا نه خلي.

د جاپاني حکومت يادې رويې د زيانمن شويو هېوادونو خلکو ته بلکې د جاپانيانو او د چين په شمول د شاوخوا هېوادونو د خلکو ترمنځ تګ راتګ ته زيانونه رسولي دي.

د چين د اوسنۍ زمانې د نړيوالو اړيکو د څېړنيز انسټيټيوټ په اړه د جاپاني چارو څانګې د څېړونکي مرستيال هو جيان ګانګ وويل چې د تاريخي حقيقتونو منل د ګردې سيمې د سولې او ثبات ساتلو لپاره ګټور دي.هغه وويل(اواز..........) زما په اند جاپاني حکومت بايد دغه تاريخی حقيقت تحريف نه کړي بلکې په سمه توګه دغه تاريخی حقيقتونو ته وګوري.

د جاپاني حکومت ياده کړنه د عدالت په لور د جاپانيانو د روانېدو ګامونو مخنيوی نه کوي.د جاپان د جونګ ژي شين په نوم د ورځپاڼې مشر ليو چنګ وويل چې په دې وروستيو کلونو کې د جاپان د ولسونو په منځ کې د دې وژنې د يادونې لپاره بېلا بېل فعاليتونه تر سره کړي چې جاپاني ځوانانو د دې وژنې په باب لازيات معلومات تر لاسه کړي دي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای