CRI Online

افغان خبري رسني:د افغانستان شمالي برخه د داعش ډلې تر کنترول لاندې ده

cri     (GMT+08:00) 2017-12-14 10:23:16

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د افغانستان تايمز ورځپاڼې په دې وروستيو ورځو کې خبر ور کړ چې د دې هېواد په شمال د جوزجان ولايت دوه سيمې د داعش ډلې تر کنترول لاندې دي.

د ځايي چارواکو په قول چې د ياد ولايت درزاب او کوش تپه سيمې د يادې ډلې له خوا نيول شوې ،يوازې پوليس او حکومتي اورګانونه لاهم د ځايي حکومت تر کنترول لاندې دي.ګڼ شمېر ملکيانو د دې ولايت مرکزي ښار شبرغان ته تښتېدلي دي.افغان امنيتي پوځ د روانې مياشتې په ١٢مه نېټه په يادو سيمو کې د داعش ډلې د له منځه وړلو په موخه پوځی عمليات پيل کړی دی.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای