د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د پاکې انرژۍ د ۶مې دورې نړيوال فورم د دسمبر په ۱۳مه نېټه په مکاو کې پرانيستل شو. د نړۍ څه د پاسه ۲۰۰ چارواکو، کارپوهانو او د توليدي ډګر شخصيتو د اټومي انرژۍ، هايډروجن انرژۍ او د پاکې انرژۍ په باب د پاليس، تکنالوژۍ او د مارکيټو نويوالي په اړه بحث وکړ.
د نوموړي فورم مطلب دا دی چې اټومي برېښنا او هايډروجن انرژۍ د يو کمربند او يوې لارې لپاره ګټوره ده. هدف يې د يو کمربند او يوې لارې په پلان کې د لا زياتو هېوادونو ګډون کول، د اټومي انرژۍ دوامدار پرمختګ او د ټولنې لپاره د هايډروجني انرژۍ استعمالېدو ته وده ورکول، د پاکې انرژۍ، د انرژۍ د سپما، د چاپيريال ساتنې، د ترانسپورت او تاسيساتو په هکله نړيواله همکاري پياوړي کول دي. د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس ملي کميټې مرستيال هه هو هوا په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ.
په فورم کې به د پاکې انرژۍ شين کتاب يعنې د ۲۰۱۷ کال لپاره د نړيوال اټومي انرژۍ شين کتاب، د پاکې انرژۍ شين کتاب يعنې د ۲۰۱۷ کال لپاره د نړيوال هايډروجنی انروژۍ شين کتاب خپور شي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |