CRI Online

په نان جينګ کې د ټول وژنې په اتيايمه کاليزه کې د مړوشوو کسانو د يادونې فعاليت په توکيو کې تر سره شو

cri     (GMT+08:00) 2017-12-14 14:25:06

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د روان کال د دسمبر ١٣مه نېټه په نان جينګ کې د ټول وژنې له اتيايمې کاليزې سره برابره ده او د دې وژنې د مړو شوو کسانو د يادونې څلورمه دولتي ورځ هم ده. په همدې ورځ د جګړې ضد جاپاني ولسي ډلې له خوا جوړ شوی اړوند فعاليت په توکيو کې تر سره شو او شاوخوا دوه سوه تنو جاپانيانو پکې ګډون وکړ.

له دې وژنې څخه د پاتې شوې مېرمنې لي شيو اينګ لور لو لينګ په همدې ورځ د فعاليت د تر سره کېدو ځای ته لاړه او دغو ګډون کوونکو ته يې د خپلې مورد زيانمنېدو په باب معلومات وړاندې کړل .

د دې ټول وژنې په هکله د څېړنيزې ټولنې مرستيال او د نان جينګ د طبي پوهنتون پروفيسر منګ ګوو شيانګ د يوه مېلمه په توګه په دې فعاليت کې هم ګډون وکړ. (غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای