CRI Online

م م له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې ۶ مليونه جنوبي سوډانيانو ته يو مليارډ او اوه سوه مليونه ډالره بسپنه ورکړي

cri     (GMT+08:00) 2017-12-14 15:28:30

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م په شمول سازمانونو د دسمبر په ۱۳مه نېټه له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې ۱ مليارډ او ۷۲۰ مليونه ډالره بسپنه ورکړي تر څو ۶ مليونه جنوبي سوډانيان، چې د شخړو، بې کورۍ، لوږې او د خراب اقتصادي وضعيت تر اغېزې لاندې دی، د ۲۰۱۸ کال لپاره مرسته برابره کړي.

د م م د بشري چارو ادارې په همدې ورځ وويل، په جنوبي سوډان کې شخړې لا روانې دي، نو زيات کسان وږي يا ورته لږه غذا رسېږي. که ژر تر ژره عمليات پلی نه شي، نو ښايي څو سيمې د قحطۍ پېښې سره مخ شي. د وروستۍ ارزيابۍ له مخې، په دې هېواد کې قحطي تر عادي کال مخکې ده، پيشګويي دا ده چې د راتلونکي کال له جنورۍ څخه تر مارچ پورې به ۵ مليونه او ۱ لک کسان، چې د دې هېواد ۴۸ فيصده برخه نيسي، د خوراک له ستونزو سره مخامخ شي.

د نومبر تر پايه پورې مرستندويه سازمان د څه د پاسه ۵ مليونو کسانو لپاره مرسته او ساتنه برابر کړې ده. ۱۶۷ سازمانونو د ۲۰۱۸ کال لپاره په جنوبي سوډان کې په بشري مرستندويو عملياتو کې ګډون کړی دی چې پکې۱۱ م م سازمانونه، ۹۵ دولتي غير حکومتي سازمانونه او ۶۱ نړيوال غير حکومتي سازمانونه شامل دي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای