CRI Online

د شمالي کوريا په مقابل کې د امريکا تګلاره لا تر اوسه نه ده بدل شوې.

cri     (GMT+08:00) 2017-12-14 15:41:48

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې هيتر ناورټ د دسمبر په ۱۳مه نيټه په يوه خبري ناسته کې څرګنده کړه چې امريکا د کوريا ټاپووزمې د ذروي مسئلې په اړه خپلې تګلارې نه دي بدلې کړې.

هغې وويل چې امريکا تل د کوريا ټاپووزمې په ذروي مسئله کې ديپلوماتيکو لارو چارو ته لومړيتوب ورکوي او غواړي چې په سوله ييز چلند تر ممکنمه حده پورې پر شمالي کوريا فشار واچوي. که شمالي کوريا غواړي چې له کوريا ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو د پاکولو په موخه له اړوندو خواوو سره د باور وړ خبرې اترې وکړي، نو امريکا به ور سره خبرې اترې وکړي. خو امريکا لا تر اوسه د شمالي کوريا لخوا د خبرو اترو د بيا پيل په اړه هېڅ نښه نه ده کتلې.

ناورټ څرګنده کړه چې له کوريا ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو پاکوالی د امريکا دايمي موخه ده او امريکا به هېڅکله د شمالي کوريا لخوا د ذروي وسلو پر درلودلو اعتراف و نه کړي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای