CRI Online

د اسلامي همکاريو سازمان: ختيځ بيت المقدس د فلسطين پلازمينه ده.

cri     (GMT+08:00) 2017-12-14 15:48:59

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اسلامي همکاريو سازمان د دسمبر په ۱۳مه نېټه د ترکيې په استامبول کې يوه ځانګړې سرمشريزه غونډه تر سره کړه او وروسته تردې يې د يوې اعلاميې په خپرولو سره خبر ورکړ چې ختيځ بيت المقدس د فلسطين پلازمينه ده.

دغه سازمان په دغه اعلاميه کې له بېلا بېلو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې د يو خپلواک هېواد په توګه د فلسطين مقام او هغه حقيقت ومني چې ختيځ بيت المقدس د فلسطين پلازمينه ده. دغه سازمان له امنيت شورا څخه غوښتنه وکړه چې د بيت المقدس د قانوني مقام د ساتلو او د اسرائيلو لخوا د فلسطيني خاورې د نيولو د مخنيوي لپاره هڅې وکړي.

په دغه اعلاميه کې راغلي چې د امريکاهغه پريکړه اعتبار نه لري کوم چې د اسرائيلو د پلازمينې په توګه د بيت المقدس مقام مني. دغه سازمان د امريکا د ولسمشر ټرمپ غندنه وکړه چې په يو اړخيزه توګه دغه پريکړه وکړه. د امريکا پريکړه د فلسطينيانو حقه حقوقو ته زيان رسوي او د دې سيمې او حتی د ټولې نړۍ سولې ته ګواښ لري.

په دغه اعلاميه کې ليکل شوي چې دغه سازمان به د دوو هېوادونو لايحې پر بنسټ د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د شخړو د ليرې کولو لپاره کوښښ وکړي او امريکا ته خبرداری ورکړ چې امريکا به د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د سوله ييز جريان د جوړ جاړي خوا په توګه خپل مقام له لاسه ورکړي او امريکا بايد د خپلې يادې پريکړې له امله ټولې پايلې ومني. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای