CRI Online

رئيس شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې اړوندې څانګې بايد د نوې زمانې له غوښتنې سره سم د اصلاحاتو او پرمختګ د پرمخبيولو لپاره هڅه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2017-12-14 16:04:10

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي ،د چين ددولت رئيس او د چين د مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ د روانې مياشتې له ١٢مې نيټې څخه تر ١٣مې نيټې پورې د جيانګ سو ولايت له شو جو ښار څخه ليدنه وکړه او په ځايي سيمه کې يې د چين د کمونېست ګوند د ١٩م ملي کانګرس روحيې د پلي کولو او د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ په باب معلومات تر لاسه کړل.هغه پر دې ټينګار وکړ چې د چين د کمونېست ګوند د ١٩م ملي کانګرس روحيې زده کړه په اوسنۍ او راتلونکې يوه موده کې د ګرد ګوند او ټول هېواد لومړنۍ سياسي دنده ده.بېلا بېلې سيمې او څانګې بايد په ژوره توګه د دې روحيې پوهاوی کړي او په دې ملي کانګرس کې له بېلا بېلو ترتيباتو او د چين د ځانګړي سوسياليستي نوې زمانې له غوښتنې سره سم د ګوند او هېواد د بېلا بېلو چارو د نوي پرمختګ لپاره ډېرې هڅې وکړي.

(اواز............) د روانې مياشتې د ١٢مې نيټې په ماسپښين رئيس شي جين پينګ شو جو ښار ته ورسيد او تر هر څه لومړی يې د دې ښار د صنعتي ډله ييز شرکت په اړه د درنو ماشينونو له محدود شرکت څخه ليدنه وکړه چې په ١٩٤٣ کال کې جوړ شو او په دې وروستيو کلونو کې په بازار کې د دوی ساخت د څو ډولو درنو ماشينونو برخې په ټول هېواد کې مخکښ مقامونه نيولي دي .په عين وخت کې دغه شرکت د ځيراکي توليداتو د جوړولو،له ځايي سيمې سره د پيواستون او د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ په برخو کې ستر پرمختګونه موندلي دي.رئيس شي جين پينګ د دې شرکت د ادارې ،پرمختګ او نوښت،نړيوالې همکارۍ ،د استعدادلرونکو کسانو د روزلو او ګوندي ابادۍ په باب معلومات تر لاسه کړل او د دوي له خوا د تر لاسه شويو لاسته راوړنو ستاينه يې وکړه.هغه په خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه(اواز...........)د اقتصادي پرمختګ د نوې مفکورې تر لارښوونې لاندې مونږ له چټک پرمختګ څخه پر لوړ کيفيت لرونکی پرمختګ اړوو.زموږ هره تصدۍ بايد د دې مفکور له مخې خپل کارونه تر سره کړي او په جدي توګه دې د چين د کمونېست ګوند د ١٩م ملي کانګرس روحيه پلی کړي .د شو جو ښار صنعتي ډله ييز شرکت بايد له خپل حالت سره سم د پخوانيو تجربو په راغونډولو سره خپلې راتونکې چارې ترتيب کړي او د دوو سل کلنو موخو د تر سره کولو لپاره خپل خدمت وکړي.

تر دې ليدنې وروسته رئيس شي جين پينګ د موټر په وسيله د دې ښار د جيا وانګ سيمې د پان ان هغې سيمې ته لاړ چې پخوا د سکرو د کيندلو له امله نړېدلې وه،خو اوس د ځايي حکومت تر هڅو وروسته ايکولوژيکی چاپيريال ترميم او منظره بيا جوړه شوې ده.هغه د دې سيمې په باب د معلوماتو تر اورېدو وروسته وويل (اواز.............)د دغې نړېدلې سيمې ترميمول او بيا جوړول يوه معمولي مسئله ده چې نه يوازې دلته بلکې د چين په نورو سيمو کې هم موجوده ده. زما په اند ځايي حکومت د دغې سيمې د بيا جوړولو په برخه کې څرګنده لاسته راوړنې تر لاسه کړې او ښه کارونه مو کړي دي.

تر هغه وروسته رئيس شي جين پينګ له ماجونګ کلي څخه ليدنه وکړه او په کليوال کلتوري تالار کې يې د چين د کمونېست ګوند د ١٩م ملي کانګرس روحيې د خپرولو لپاره د کليوالو ننداره کتلې ده .هغه دې ته اشاره وکړه (اواز.............) دلته د کليوالو سيمو د بيا سمسورتيا او د ولسي کلتور د خپرولو او د معنوي مدنيت د ابادۍ تګلارې په ښه توګه پلی شوې دي.د کليوالو سيمو د بيا سمسورتيا پلان نه يوازې له اقتصادي پرمختګ بلکې د خلکو له اخلاقي سلوک او چلند سره اړيکې لري.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای