د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د دسمبر په ۱۴مه نېټه يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل چين د م م د اړوندو پريکړه ليکونو او ګډو نړيوالو نظريو له مخې د بيت المقدس د مقام په هکله د مسئلې له حل څخه ملاتړ کوي او هېله لري چې د فلسطين او اسرائيلو تر منځ خبرې اترې ژر پيل شي او په هراړخيزه، عادلانه او دايمي توګه د فلسطين مسئلې د حل و فصل هڅونه وشي.
د اسلامي همکارۍ سازمان غړيو په ترکيې کې ځانګړې سرمشريزه غونډه تر سره کړه چې په کې د يوې اعلاميې په خپريدو سره له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه شوي چې د فلسطين د پلازمينې په توګه د ختيځ بيت المقدس مقام وپيژني. په دې هکله لو کانګ وويل چين د بيت المقدس مسئلې په هکله د اسلامي هېوادونو په پاملرنې پوهيږي او د يو بشپړ ملي حاکميت لرونکي او خپلواک فلسطين ملاتړ کوي چې په ۱۹۶۷ کال کې د ټاکل شوې کرښې پر بنسټ دی او ختيځ بيت المقدس د دغه هېواد پلازمينه ده.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |