د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په ايران کې د چين د سوداګرۍ لومړی نندارتون د دسمبر په ۱۴مه نيټه په تهران کې پرانيستل شو چې څه دپاسه ۳۵۰ چيني تصدۍ پکې ګډون کوي. اټکل کېږي چې دغه ۳ ورځنی نندارتون به د ايران کابو زر شرکتونه ځان ته راجلب کړي.
د معلوماتو له مخې، دغه نندارتون د کورني او صنعتي چارو په دوو برخو ويشل کېږي چې ۹ سيمې لري. د چين د جه جيانګ، شانګهای، جيانګ سو، ګوانګ دونګ او شان دونګ په شمول د زياتو ولايتونو ۳۵۱ تصدۍ په دغه نندارتون کې ۷۰۵ عرفې جوړوي چې عمومي مساحت يې ۱۴ زرو مربع مترو ته رسېږي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |