CRI Online

د چين او جنوبي کوريا مشران: بايد د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ثابت او دايمي پرمختګ تضمين شي.

cri     (GMT+08:00) 2017-12-15 10:33:06

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د دسمبر په ۱۴مه نيټه په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې د جنوبي کوريا له ولسمشر مون جې ين سره کتنه وکړه.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د چين او جنوبي کوريا ترمنځ د سياسي اړيکو ټينګېدو د ۲۵مې کليزې په درشل کې چين ته د ولسمشر مون جې ين د راتګ تود هرکلی څرګند کړ او دې ته يې اشاره وکړه چې چين او جنوبي کوريا نژدې ګاونډيان او يو د بل ستراتيژيکي همکاران دي. له تېرو ۲۵ کلونو راهيسې د دواړو هېوادونو ترمنځ هراړخيزې همکارۍ او تبادلې د ليدو وړ پرمختګونه موندلي او دواړو خواوو ته يې سترې ګټې رسولې دي. يوه موده مخکې د ځينو عواملو په اثر د چين او جنوبي کوريا ترمنځ د اړيکو لږ څه څپې رامنځته شوې وې چې زموږ ترمنځ د اړيکو د راتلونکي پرمختګ لپاره ډېرې ګټورې تجربې برابرې شوې وې. چين له جنوبي کوريا سره خپلو اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او غواړي چې له جنوبي کوريا سره يو ځای د خپلمنځي سياسي اړيکو د ټينګېدو اصلي موخو په ساتلو او د خلکو ګټو په خوندي کولو سره يو د بل مرکزي ګټو او پاملرنو په نظر کې نيولو سره خپلمنځې اړيکو ته سالم او ثابت پرمختګ ورکړي.

ولسمشر مون جې ين د نان جينګ ښار په عام قتل کې د قربانيانو د يادونې په خاطر دغو قربانيانو ته يو ځل بيا خپله ژوره همدردي او خواخوږي څرګنده کړه او له چينايانو څخه يې د حال پوښتنه وکړه. هغه وويل چې دا چين ته زما ۵م سفر دی چې د چين چټک پرمختګ ته ژور تحسين کوم. جنوبي کوريا غواړي چې له چين سره په ګډو هڅو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ متقابل سياسي باور او ملکي دوستي زياته کړي، د بېلا بېلو کچو خپلمنځی تګ راتګ پياوړی کړي، خپلمنځې واقعي همکارۍ ژورې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکې همکارۍ اړيکو ته لا زيات پرمختګ ورکړي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای