CRI Online

د ۲۰۱۷ کال لپاره د چين او جرمنۍ د بشري حقونو پرمختيايي فورم په بېجينګ کې تر سره شو.

cri     (GMT+08:00) 2017-12-15 10:33:45

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ۲۰۱۷ کال لپاره د چين او جرمنۍ د بشري حقونو پرمختيايي فورم د دسمبر په ۱۴مه نېټه په بېجينګ کې تر سره شو. د چين او جرمنۍ اړوندو کارپوهانو او عالمانو د ځانګړو خلکو د حقونو تامين تر سرليک لاندې يو له بل سره ژور بحث وکړ.

د چين د بشري حقونو پرمختيايي صندوق مشر ښاغلي هوانګ منګ فو د دغه فورم په پرانستې غونډه کې د چين د هغو لاسته راوړنو معلومات وړاندې کړل چې له وروستيو څو کلونو راهيسې چين د ښځو، ماشومانو او معيوبينو په شمول د ځانګړو خلکو د حقونو د خوندي کولو په برخه کې موندلي وو. هغه څرګنده کړه چې د چين کمونېست ګوند ۱۹ م ملي کانګرس د چين د راتلونکي پرمختګ لپاره يوه ښکلې نقشه جوړه کړه چې مخ په زياتېدونکي چينايان د هېواد پرمختيايي ګټې شريکولای شي. د چين د بشري حقونو چارې به هم لا لوړې او ښې موخې ته د رسېدو په لاره کې خپل ګامونه چټک کړي. هيله من دی چې د چين او جرمنۍ کارپوهان او عالمان د ياد فورم په کارولو سره خپلمنځې تبادلې او متقابل باور پياوړی کړي او د دواړو هېوادونو د بشري حقونو چارو ته پرمختګ ورکړي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای