CRI Online

په ژنيو کې د سوريې مسئلې په هکله د اتم پړاو د سولې خبرې اترې پای ته ورسيدې

cri     (GMT+08:00) 2017-12-15 15:17:12

په ژنيو کې د سوريې مسئلې په هکله د اتم پړاو د سولې خبرې اترې چې ټاکل شوی وه چې د روانې مياشتې په پنځلسمه نېټه پای ته ورسيږي،د روانې مياشتې په څوارلسمه نېټه له ټاکلي وخت نه مخکې ختمې شوې او پکې هېڅ پرمختګ نه دی موندل شوی .د دې مسئلې په هکله د م م د سرمنشي ځانګړي استازي ډميستورا د همدې ورځې په شپه په يوه خبري ناسته کې تاسف څرګند کړ او په دې اند دی چې د دې خبرو اترو اړوندو خواوو د سوريې د سوله ييز بهير د پرمخبيولو لپاره ښه فرصت له لاسه ور کړی دی.

نوموړي د همدې ورځې په شپه وويل چې په سوريه کې د ترهګرۍ پرضد د جګړې د پای په وخت کې اړوندې خواوې بايد د سوريې بحران د حل وفصل لپاره له پوځي عملياتو څخه د سياسي لايحې لټولو ته پام واړوي، خو په دې خبرو اترو کې دغه بهير نه دی پيل شوی.هغه وويل(اواز...........) نا هيلې يم ، د روان کال په پای کې مو يو ښه فرصت له لاسه ور کړی او رښتينې خبرې اترې مو نه دی پيل کړی.

که څه هم له دې نه مخکې د سوريې حکومت او مخالفې ډلې پر دې موافقه کړې چې مخکنی شرايط ونه ټاکي او پر دې بنسټ د سياسي بهير په هکله خپل نظرونه وړاندې کړي ، خو دواړه خواوې د ولسمشر الاسدسياسي مقام د دغو خبرو اترو مخکني شرط بولي چې دا د خبرو اترو د نظر ستر توپير دی چې له امله يې د سولې خبرې اترې په لنډمهالي توګه بندې شوې وې.د دې خبرو اترو په روان پړاو کې د سوريې مخالفينو د لومړي ځل لپاره واحد پلاوی ليږلی او څو څو ځله يې ويلي چې له حکومتي استازو سره د مستقيمو خبرو اترو لپاره يې تيارياني نيولې دي.خو سوري حکومتي پلاوي د ترهګرۍپرضد له مبارزې پرته د نورو موضوعاتو په هکله د خبرو اترو هيله ونه ښودله. هغه وويل (اواز..........)که څه هم له دې نه مخکې مونږ يو له بل سره نژدې او غيرمستقيمې خبرې اترې تر سره کړې وې،خو د سوريې حکومتي پلاوي د مخالفينو له پلاوي سره کتنه او حتی د م م له لارې له مخالفينو سره د بحث غوښتنه ونه کړه.په دې خبرو اترو کې مې د سوري حکومتي پلاوي د ډيالوګ او مشورو نيت نه دی ليدلی ، نو تاسف څرګندوم.

که څه هم د يادو خبرو اترو نتيجه ښه نه ده ، خو ډميستورا وويل چې دی به د م م د امنيت شورا د ٢٢٥٤ نمبر پرېکړه ليک د ټاکلي نقشې له مخې په سياسي لارو چارو د سوريې بحران د حل وفصل لپاره خپلو هڅو ته دوام ور کړي چې دا د سوريايانو هيله هم ده. هغه وويل (اواز.........) موږ له هيلې څخه لاس نه اخلو.سوري خلک په دې موده کې هيله لري چې د شخړو تر ختمېدو وروسته سياسي بهير پيل کړي چې هېڅ مخکنی شرايط ونه لري .نو ځکه له اوږدې مودې راهيسې زمونږ موخه ډېره څرګنده ده يعنې د م م د امنيت شورا د ٢٢٥٤ نمبر پرېکړه ليک پربنسټ د يادو خبرو اترو د پرمخبيولو لپاره هڅه وکړو چې دا د دې مسئلې د حل وفصل لپاره يوازنۍ لايحه ده.نو ځکه زه به پردې ټينګار وکړم په تېره بيا د اساسي قانون پر طرحه کولو او د م م تر نظارت لاندې د دې هېواد د ولسمشرۍ ټاکنې پر تر سره کېدو ټينګار وکړم.

په ژنيو کې د سوريې مسئلې په هکله د روان پړاو د سولې خبرې اترې د نومبر په ٢٨مه نېټه پيل شوې او په لنډمهالي توګه تر بندېدو وروسته د روانې مياشتې په پنځمه نېټه بيا پيل شوې.د دې خبرو اترو د بندېدو په موده کې د سوريې حکومتي پلاوی د دريځ همغږۍ لپاره دمشف ته ستون شو او د روانې مياشتې په لسمه نېټه د ژنيو د خبرو اترو ميز ته بېرته راغلی دی. د اټکل له مخې به د دې مسئلې په هکله د نوي پړاو د سولې خبرې اترې د راتلونکي کال په جنوری کې تر سره شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای