CRI Online

د چين د واورو او يخ فصل څلورم ملي فعاليت شروع شو.

cri     (GMT+08:00) 2017-12-17 16:01:18

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د صدراعظم مرستيالې ليو يان دونګ د دسمبر په ۱۶مه نېټه په شي جيا جوانګ ښار کې د چين د واورو او يخ فصل څلورم ملي فعاليت په پرانيستونکو مراسمو کې ګدون وکړ.

دغه فعاليت د چين د کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس د غوښتنې سره سم د ملي روغتيا د پياوړتيا او د ښاغلي شي جين پينګ د هغه لارښوونې له مخې د بېجينګ، تيان جين او هه بې په سيمه کې د ګډ پرمختګ د پياوړتيا او د سپورټي لوبو د غني کېدو په اړه د چينايانو د غوښتنې د پوره کولو لپاره تر سره کېږي چې د واورو او يخ په لوبو کې دې د درې سوه ميلونو کسانو ګډون ولري. دغه فعاليت به د ژمني اولمپيک لوبو د تر سره کولو، د واورو او يخ په لوبو کې د ګډون کوونکو د شمېر د زياتوالي او د واورو او يخ چارو د پياوړتيا لپاره ګټور وي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای