CRI Online

په هلمند کې د طالبانو لخوا په بريد کې لږ تر لږه څوارلس امنيتي سرتيري ووژل شول

cri     (GMT+08:00) 2017-12-18 09:55:40

د افغانستان خبري رسنيو د دسمبر په اوولسمه نېټه خبر ورکړ چې طالبانو د شپاړسمې نېټې په شپه د هلمند ولايت پر دوو پوستو بريدونه وکړل چې له امله يې څوارلس امنيتي سرتيری ووژل شول، درې امنيتي سرتيري ټپيان شوي دي.

هلمند ولايت د طالبانو خوندی ځاله ده. په دې ولايت کې د نشه يي توکو قاچاق ډېر سخت دی، بريدونه کله کله پېښېږي. د مالوماتو له مخې، د دې ولايت لږ تر لږه شپږ سيمې اوس د طالبانو تر کنټرول لاندې دې. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای