CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت : هيله لرو چې اړوندې خواوې د چين د جنوبي سمندر په مسئله کې لاسوهنې بندې کړي

cri     (GMT+08:00) 2017-12-18 10:28:36

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د دسمبر په پنځلسمه نېټه خبر ورکړ چې د جنوبي سمندر حالات د چين او د آسيان د غړو هېوادونو د ګډو کوښښونو په رڼا کې ورځ په ورځ ښه شوي. هيله لرو چې اړوندې خواوې د چين او آسيان د کوښښونو درناوی وکړي او د جنوبي سمندر په مسئله کې لاسوهنې بندې کړي.

په همدې ورځ د دې وزارت په نوبتي غونډه کې یو خبريال وويل : د مالوماتو له مخې، امريکا په څوارلسمه نېټه د مصنوعي سپوږمکۍ لخوا د اخيستل شويو انځورونو په خپرولو سره دې ته اشاره وکړ چې چين په پر له پسې ډول د جنوبي سمندر په ټاپوګانو کې د رادار تجهيزات او نور پوځي تجهيزات ځای پر ځای کوي. له دې مخکې، د امريکا د بهرنيو چارو وزير يو ځل بيا له چين څخه وغوښتل چې د جنوبي سمندر په ټاپوګانو کې د پوځي تجهيزاتو له ځای پر ځای کولو لاس واخلي. چين په دې اړه څه خبرې لري ؟

د چين د بهرنيو چارو د وزارت وياند لو کانګ ځواب ورکړ چې چين په خپله خاوره کې ضروري پوځي تجهيزات ځای پر ځای کول عادي او مناسب کار دی. د جنوبي سمندر حالات د چين او د آسيان د غړو هېوادونو د ګډو کوښشونو په رڼا کې په پر له پسې ډول ښه شوي دي. چين او آسيان د دې مسئلې په اړه موافقې هم لاسليک کړي دي، د دغو موافقو د پلي کولو کار هم روان دی. نو چين هيله لري چې اړوندې خواوې د چين د جنوبي سمندر په مسئله کې لاسوهنې بندې کړي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای