CRI Online

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې او د دولتي شورا اداري څانګې د ايکلوژيکي چاپيريال د خرابۍ په اړه د جبران د ميکانيزم د اصلاحاتو لايحه خپره کړه

cri     (GMT+08:00) 2017-12-18 10:50:22

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې او د دولتي شورا اداري څانګو د ايکلوژيکي چاپيريال د خرابۍ په اړه د جبران د ميکانيزم د اصلاحاتو لايحه خپره کړه چې له مخې يې د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ له لومړې نيټې څخه په ټول هېواد کې دغه ميکانيزم عملي شي او تر ۲۰۲۰ کال پوري به په ابتدائي توګه په ټول هېواد کې د ايکلوژيکي چاپيريال د خرابۍ په اړه د جبران هغه ميکانيزم جوړ شي چې دندې به روښانه وي، لارې به پراخې وي، تخنيکونه به ميعاري وي، ضمانت به قوي وي او جبران به عملي شي، تعديل به اغيزمن وي.

د ايکلوژيکي چاپيريال خرابي د چاپيريال ککړتيااو د ايکلوژيکي چاپيريال د خرابۍ له امله د اوبو، خاورو او ځنګلو په شمول چاپيريال کې د نباتاتو، حيواناتو او جراشيمونو په شمول د ژوندي پيداښت د بدلون او د ايکلوژيکي سيستم د توان کمزوری کول دي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای