CRI Online

روان کال د شينجيانګ په مهمو پروژو کې د پانګونو اندازه له ۴۵۰بيليارډو يوانو څخه اوښتې ده

cri     (GMT+08:00) 2017-12-18 10:59:15

د سين هوااژانس د خبر له مخې، خبريال د شينجيانګ د پرمختګ او اصلاحاتو له کميټې څخه خبر اخيستې چې روان کال د شينجيانګ په مهمو پروژو کې د پانګونو اندازه له ۴۵۰ بيليارډو يوانو څخه اوښتې ده چې د تېر کال په پرتله بنځوس سلنه زياته شوې.

د روان کال له اپريل راهيسي د وروموچي، علي او تالماق په شمول لسو ولسواليو او ښارونو کې د صنعي چارو، نويو مالونو او انرژۍ، مالوماتو، د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ، د ټولنيز پرمختګ او د خلکو د ژوند په اړه د تاسيساتو جوړولو په شمول د روان کال د لومړې ډلې ۲۰۸۰ پروژې پيل شوې چې پکې عمومي پانګونه ۱۱۳۳ بيليارډ ۴مليونه يوانو ته ورسيده.

د شينجيانګ د پرمختګ او اصلاحاتو کميټې اړوند مسئول وويل د مهمو پروژو ابادۍ به په شينجيانګ کې د پرمختګ د بنسټونو ټينګ رغولو، د صنعتي چارو د جوړښت تنظيمولو، د اقتصاد د پرمختګ توان پياوړتيا او د اقتصاد او ټولنې د دواملرونکي او سالم پرمختګ لپاره نوې قوې پراخې کړي.

ژباړونکې:ډيوه 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای