د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، وطن ته د مکاو د بير ته راتګ د اتلسمې کاليزې د نمانځنې لپاره لوي ګرځند نمايشونه د دسمبر په ۱۷مه نېټه په مکاو کې تر سره شول چې د مکاو او د ځينو هېوادونو ۶۴ ګرځندو ډلو خلکو ته رنګارنګ نمايشونه ښودلي دي. په دغه فعاليت کې د مکاو د ښار او د ځانګړو منظره لرونکو ځايونو د کيسو تر عنوان لاندې ښاريانو او سيلانيانو له مينې،سولې او کولتور نه ډک سفر تر سره کړ.
د دغه فعاليت جوړونکي د مکاو د کولتوري چارو اداره هيله لري چې د دغه فعاليت له لارې نړۍ ته د مکاو ځانګړې راجلبونکي توان ښودنه وکړي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |