د ٢٠١٧ کال د اکتوبر د لومړۍ نيټې په شپه ٦٤ کلن توپکوال سټفن پادوک په توپک د امريکا د لاسويګاس د ماندالی خليج په نوم د هوټل له ٣٢م پوړ څخه پر خلکو ډزې وکړې چې له امله يې اته پنځوس تنه ووژل شول او شاوخوا پنځه سوه تنه نور ټپيان شول چې دا د امريکا په تاريخ کې تر ټولو سخته د ډزو پېښه ګڼل کيږي.ولی د ډزو پېښو د زياتېدو له امله په امريکا کې د توپکونو اداري نظام نه دی بدل شوی ؟
(اواز.........) دغه قانوني مسوده د دوه سوه يو دېرشو موافقو رايو او يوسل اته نوي مخالفو رايو په تر لاسه کولو سره تصويب شوه.
له يادې پېښې څخه دوه مياشتې تېرې شوې .د امريکا د استازو جرګې د دسمبر په شپږمه نېټه په پټه توګه د توپکونو د ګرځولو په هکله ګټوره قانوني مسوده تصويب کړه چې له مخې به يې د هر يو ايالت توپک لرونکو ته اجازه ور کړي چې په نورو نهه څلوېښتو ايالتونو کې په قانوني توګه توپک له ځان سره وړلی شي.د امريکا په دوولسو ايالتونو کې اوسيدونکي د اجازه پاڼې له لرلو پرته په قانوني او پټه توګه توپکونه له ځان سره وړي .که ياده مسوده نافذه شي، په بېلا بېلو ايالتونو کې به د توپکونو اداري حق کمزوری شي او د امريکايانو د توپکونو د لرلو حق به پراخ شي.
د ګيفورد په نوم د امريکا د توپکونو د کنترول سازمان جوړونکي او د سمندري پوځ تقاعد شوی ډګروال مارک کلي چې له يادې مسودې سره مخالفت کوي، خبري رسنيو ته وويل(اواز...........) د هغو توپکوالو شمېر زيات شوی چې په علنی توګه يې له ځان سره ګرځوي ،او د ډزو پېښو له امله د وژل شويو کسانو شمېر هم زيات شوی دی چې دا يو له بل سره اړيکې لري.دا حقيقت نه دی چې توپک لرونکي نور کسان ژغوري.زمونږ په هېواد کې د ډزو تر دوو لويو پېښو وروسته ياده مسوده تصويب شوه چې له امله يې په دې برخه کې ناسم لوری ټاکل شوی دی.
بريټانيا او استراليا د قانون په جوړولو سره په برياليتوب سره د توپکونو اداري نظام بدل کړی دی.د دغو دوو هېوادونو په پرتله امريکا په دې برخه کې هېڅ پرمختګ نه دی موندلی .په دې وروستيو کلونو کې د امريکا په ځينو ايالتونو کې د توپکونو د کنترول قانون د کمزورتيا تمايل رامنځته شوی او د ډزو لويې پېښې هم زياتې شوې دي.
که څه هم د امريکا سترې محکمې په ٢٠٠٨ کال کې ويلي و چې د توپکونو د کنترول تګلاره د اساسي قانون له دوهمې تعديل نامې څخه سرغړونه نه وه.خو د توپکونو د کنترول د تدبيرونو خپرول له لازياتو ستونزو سره مخامخ دي.ايا توپکونه کنرول کيږي او که نه چې دا له سياسي جګړې،د توپکونو په هکله د امريکايانو له پيچلي احساساتو او د دې هېواد له سياست، ټولنې او کلتور سره اړيکې لري.
په نيوادا ايالت کې د امريکا د توپکونو د ټولنې رئيس دون تورنر وويل چې په امريکا کې د نيوادا ايالت په شان همدغې سيمې ډېرې دي چې نفوس يې لږ دی ، نو د توپک لرل د ځان ساتنې لپاره ښې لارې چارې دي .هغه وويل(اواز...........) امريکا ته د لومړۍ ډلې مهاجرينو تر رسېدو وروسته دوی د ځان ساتنې لپاره توپکونو ته اړتيا لري چې دا هم زمونږ د کلتور يوه برخه ګرځېدلې ده.د اساسي قانون د دوهمې تعديل نامې د موجوديت لامل دا دی چې بايد خلکو ته د واکونو ور کېدنه تامين شي .
خو په امريکا کې د توپکونو د کنترول په هکله د خلکو د نظر توپير موجود دی .د يوې پلټنې له مخې څلور اويا سلنه توپک لرونکي او پنځه دېرش سلنه غير توپک لرونکي په دې اند دي چې د توپکونو د لرلو حق د ازادۍ لپاره ډېر مهم دی .پنځه پنځوس سلنه امريکايان د توپکونو کنترول په برخه کې له نورو جدې تګلارو څخه ملاتړ کوي.
20171218ss
|
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |