CRI Online

د منځني اسيا د پنځو هېوادونو د پولي پانګونو خدمتي مرکز به په ۲۰۱۸ کال کې جوړ شي

cri     (GMT+08:00) 2017-12-18 15:46:57

د چين د سي ان ار د خبر له مخې، خبريال په وروموچي کې د شينجيانګ د پولي چارو د ساينس او تخنيکونو په لومړي سرمشريز فورم کې خبر اخيستې چې اټکل کيږي چې د وروموچي د اقتصادي انکشاف په سيمه کې د منځني اسيا د پنځو هېوادونو د پولي پانګونو د خدمتي مرکز پروژه به په ۲۰۱۸ کال کې بشپړه شي او دغه پروژه به په وروموچي کې له پنځو مرکزونو څخه د پولي مرکز د ابادۍ هڅونه وکړي.

د مالوماتو له مخې ياد مرکز به د ۱ بيليارډ او ۴۴۰ مليونو يوانو په ارزښت پانګونه وکړي چې د پولي خدمتونو چارو د ټولنې او د هېواد له نورو انکشافي سيمو او اړوندو څانګو سره مالومات شريک کړي او دوستانه همکارۍ پياوړې کړي چې د مرکزي سيمې د سيالې توان لوړتيا او په بېلا بېلو سيمو کې د پانګونو چاپيريال د غوره والي لپاره مهم رول لري.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای