د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د دسمبر په اتلسمه نېټه د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز د راتلونکي پلان د خپرولو مراسم په پاکستان کې تر سره شول.په پاکستان کې د چين لوی سفير ياو جينګ ،د پاکستان د پلان او پرمختګ او د کورنيو چارو وزير عشان اقبال او په دې هېواد کې د چيني تصديو استازو په ګډون دريو سوو تنو پکې ګډون وکړ.
د پاکستان د پلان او پرمختګ او د کورنيو چارو وزير اقبال وويل چې تر څلوېښت کلنو اصلاحاتو او ورخلاصون وروسته چين په نړۍ کې دوهمه لويه اقتصادي ډله ګرځېدلې او عمومي ځواک يې تر زياتې اندازې پورې لوړ شوی دی.اوس مهال د رئيس شي جين پينګ په مشرۍ د چين اقتصاد په هغه لور روان دی چې سويه يې نوره لوړه او کيفيت يې نور ښه دی .نو چين ښه راتلونکی لري.
په دې مراسمو کې لوی سفير ياو جينګ د پاکستاني حکومت او خلکو له خوا د دې دهليز له ابادۍ څخه ملاتړ وستايه . (غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |