چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د چين او جنوبي اسيا د نړيوال کولتور شپږم فورم د دسمبر په اتلسمه نېټه په چنګ دو ښار کې پرانيستل شو.
په چين کې د نيپال لوی سفير ليلا ماني پاوديال د دې فورم په پرانيستونکو مراسمو کې وويل، کولتوري تګ راتګ د بېلا بېلو هېوادونو تر منځ د اړيکو د ساتنې لپاره مهم اهميت لري. د چين او جنوبي اسيا د نړيوال کولتور فورم د چين او جنوبي اسيايي هېوادونو تر منځ د تګ راتګ په مهمې صحنې بدل شوی.
د مالوماتو له مخې، د چين، پاکستان، هند، افغانستان، نيپال کارپوهان به په دې دوه ورځنی فورم کې د چين او جنوبي اسيا د کولتوري تګ راتګ د ميکانيزم د جوړولو په باب د نظريو تبادلې وکړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |