د سينهوا اژانس د خبر له مخې د روان کال د نومبر تر پايه پورې په چين کې د تجارتي نښو په هکله د غوښتنليکونو شمېر پنځه مليونه يو لک او لس زرو ته رسيدلی دی.د ثبت شويو چيني تجارتي نښو شمېر په نړۍ کې د تجارتي نښو د عمومي شمېر په سلو کې له څلوېښت څخه اوښتی چې په مسلسلو ١٦ کلونو کې يې په نړۍ کې لومړی مقام نيولی دی.
د چين د صنايعو او سوداګرۍ عمومي ادارې د تجارتي نښو د ثبتولو بهير د اسانېدو اصلاحات تر سره کړی چې له امله يې د تجارتي نښو د ثبتولو لپاره د څارنې وخت له نهو مياشتو څخه اتو مياشتو ته راټيټ شوی دی .د دې ترڅنګ دغې ادارې هم د تجارتي نښو د ملکيت حق د ساتنې لپاره ډېره هڅه کړې او کوي يې.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |