د چين د اقتصاد ورځپاڼې د خبر له مخې د چين د راکيټ لومړی سوداګريز شرکت يعنې د فضايي علمي صنعت د راکټ تخنيک محدود شرکت د روانې مياشتې په اتلسمه نېټه په شانګهای کې د اې پړاو د پانګو راټولولو لپاره له اتو ټولنيزو پانګه اچوونکو اورګانونو سره تړونونه لاسليک کړي چې يو مليارډ دوه سوه مليونه يوانه به راوټولول شي.دغه پيسې به د کواي جو په نوم د نقليه راکټ د څېړنې،سوداګريزو فضايي چارو د جوړښت او بشپړتيا او د دې ډول نقليه راکټ د ظرفيت د زياتوالي لپاره وکارول شي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |