د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې په امريکا کې د چين سفارت وياند د روانې مياشتې په اتلسمه نېټه د امريکا د دولتي امنيتي ستراتيژۍ په راپور کې د چين په اړه د محتوياتو په هکله وويل چې يوه خوا امريکا ويلي چې بايد له چين سره د همکارۍ اړيکو ته پرمختګ ور کړي او بله خوا چين يو دوښمن هېواد بولي چې دا يو له بله سره په تضاد کې ده.امريکا بايد د چين پرمختګ ومني.چين هيله لري چې امريکا له زړې مفکورې څخه لاس واخلي او له چين سره د همکارۍ له لارې د ګډو برياليتوبونو د تر لاسه کولو لپاره ګډې هڅې وکړي.
چين او امريکا په جلا جلا توګه د تر ټولو لوی پرمختيايي او پرمختللی هېوادونو په توګه د نړيوالې سولې او ثبات ساتلو ،د اقتصادي سمسورتيا او پرمختګ د پرمخبيولو لپاره ځانګړی مسئوليت پر غاړه لري.نو دواړه هېوادونه څنګه له دوه اړخيزو اړيکو سره چلند وکړي چې دا نه يوازې د دواړو هېوادونو له ګټو بلکې د نړيوالې ټولنې له ګټو سره اړيکې لري.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |