د سينهوا اژانس د خبر له مخې د روانې مياشتې د بريټانيا د طبيعت په نوم مجلې د ٢٠١٧ کال لپاره په نړۍ کې د لسو غوره ساينس پوهانو ليست خپور کړی چې پکې د چين ساينس پوه پان جيان وي شامل دی او په چين کې د قوانټوم پلار په نوم ياديږي.
روان کال د مو جي نمبر په نوم د قوانټوم د علمي ازموښتې سپوږمکۍ په توغولو سره د پان جيان وي په مشرۍ ډلې د قوانټوم په مخابراتي ساحو کې عصري تخنيکي لاسته راوړنې تر لاسه کړې دي .(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |