CRI Online

د روسيې او امريکا ترمنځ د اړيکو ښه والی له ستونزو سره مخ دی

cri     (GMT+08:00) 2017-12-19 16:36:07

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، ۲۰۱۷ کال ژر پای ته رسېږي ، د روسيې او امريکا ولسمشرانو ولاديمير پوتين او ډونالډ ټرمپ په دريو ورځو کې دوه ځلې ټليفوني خبرې وکړې او يو له بل څخه يې مننه څرګنده کړه چې له امله يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو په اړه د بهرنيو توجه زياته شوې. په ۲۰۱۷ کال کې د امريکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ لوړه وکړه، او له هغه راهيسې د پوتين او ټرمپ ترمنځ ډيپلوماتيک تګ راتګ ډېر د پاملرنې وړ دی.

د روسيې د خبري رسنيو د خبر له مخې، د روانې مياشتې په ۱۷مه نېټه پوتين له ټرمپ سره په ټلېفوني خبرو کې د روسيې په سينټ پيټر سبورګ ښار کې د ترهګريز بريد د مخنيوي په اړه د امريکا له مرستې څخه مننه وکړه. هغه وويل، که د روسيې استخباراتي اداره د امريکا او امريکايانو په موخه د ترهګريز بريد په هکله مالومات تر لاسه کړي، نو دوی به سمدلاسه بې له شرطه امريکا ته ورکړي.

د امريکا سپينې ماڼۍ په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، ټرمپ د پوټين ټلفوني خبرې وستايلې او و يې ويل چې هغه او د امريکا استخباراتي اداره خوشحاله ده چې د وګړيو د ژغورنې لپاره خپل خدمتونه ترسره کولای شي. ټرمپ پر دې ټينګار وکړ چې د مالوماتو په برخه کې همکارۍ د ترهګرو د ځپلو لپاره ستر اهميت لري. د دواړو مشرانو په نظر، دا د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ کولو او برياليتوب تر لاسه کولو په ساحه کې يوه ښه نمونه ده.

دغه ټلېفوني خبرې په دريو ورځو کې د پوټين او ټرمپ ترمنځ دوهمې ټلېفوني خبرې دي، لومړی ځل يې د روانې مياشتې په ۱۴مه نېټه ټرمپ په ټلېفوني خبرو کې له پوتين څخه مننه وکړه چې په کلنۍ خبري ناسته کې يې دا منلې چې امريکا د اقتصادي پرمختګ په برخه کې د ليدو وړ برياليتوب تر لاسه کړی دی. دواړو مشرانو هم د کوريا ټاپووزمې د خطرناکو حالاتو د لرې کولو لپاره د خپلمنځي همکارۍ په اړه د نظريو تبادله وکړه.

پوټين په کلنۍ خبري ناسته کې دې ته اشاره وکړه چې روسيه او امريکا د ډېرو موضوعاتو په هکله همکارۍ کولای شي، لکه د ترهګرۍ ځپل، چاپېريال ساتل، اقتصادي مسئلې او د لويې پيمانې وژونکو وسلو د خپرېدو مخنيوی او داسې نور. هغه هيله څرګنده کړه چې ټرمپ  په مناسب وخت کې د امريکا او روسيې ترمنځ د اړيکو د ښه والي لپاره خدمتونه ترسره کړي چې د ټولټاکنو په وخت کې کړې شوې ژمنه پوره کړي.

د چين د ټولنيزو علومو اکاډمۍ د روسيې او اروپا ادارې څېړونکي لي يونګ هوې دې ته اشاره وکړه چې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په برخه کې دغه ځل همکاري د روسيې او امريکا ترمنځ د اړيکو تر خرابېدو وروسته تر ټولو د ليدو وړ ټکی دی. دغه همکاری د دواړو هېوادونو ترمنځ د راتلونکې همکارۍ لپاره يو مهم لوری دی او د اړيکو د ارامتيا لپاره ګټور پيل دی. اوس د روسيې او امريکا ترمنځ اړيکې په ستونزمنه موده کې دي، د مشرانو ډيپلوماتيک عملونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ښه والي او د نړيوال امنيت لپاره ستر اهميت لري.

خو د څېړونکو په اند، د روسيې او امريکا ترمنځ د اړيکو ښه والی له لږ تر لږه پنځو خنډونو سره مخ دی، مثلا د امريکا ډيپلوماتيکې تګلارې لومړی د کورنيو چارو لپاره خدمتونه کوي، د امريکا په دننه کې د پارلمان دواړه ګوندونه او حتی د جمهوري غوښتونکي ګوند په داخل کې اکثره غړي د روسيې په وړاندې کلکې رويې غوره کوي. ښاغلي لي يونګ هوی وويل، د روسيې او امريکا ترمنځ د اړيکو ستونزمنه موده به د اوږد وخت لپاره دوام ولري. د مشرانو ترمنځ خبرې ګټور کار دی، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو ښه والی يوازې د مشرانو ترمنځ د شخصي تبادلې په وسيله نه شي عملي کېدای.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای