CRI Online

وانګ يي د روسيې له بهرنيو چارو وزير لاؤروف سره تلفوني خبرې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2017-12-19 20:06:52

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د دسمبر په ۱۹مه نېټه د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاؤروف سره تلفوني خبرې وکړې.

دواړو خواوو د چين او روسيې ترمنځ ښو اړيکو او تر لاسه شويو فعالو برياليتوبونو لوړه ستاينهوکړه او دوی په عمده توګه د کوريا ټاپووزمې د اټومي مسئلې او د ګډې علاقې وړ د نړيوال وضعيت په اړه د نظرونو تبادله وکړه. دواړو خواوو موافقه وکړه چې پر له پسې د مهمو مسئلو په اړه تبادله وساتي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای