د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين او آسيان د نويو خبري رسنيو ټولنه د دسمبر په اتلسمه نېټه د تايلند په بانکاک کې د چيني کولتور په مرکز کې جوړه شوه. د ياد مرکز د مرستيال مشر جانګ به، د چين د نړيوالې راډيو د پلاوي غړو او د تايلند د عامې خپرونې ادارې د مرستيال مشر نانځاسيت ليکسريساکول په ګډون دوو سوو استازو په دې مراسمو کې برخه درلوده.
د چين د نړيوال راډيو د مطبوعاتي مرکز مشر لوه هونګ بينګ د يادې راډيو په استازيتوب د دې ټولنې جوړونې ته مبارکي وويله. هغه وويل، دغه ټولنه چې په اسيايي سيمه کې د چين د نړيوالې راډيو د عمده مقر، د سينهوا اژانس د بانکاک دفتر، د هوا وې شرکت او د TCL شرکت لخوا په ګډه سره جوړ شوې، د تايلند له چيني شرکتونو، ځايي مخابراتي شرکتونو او ټلويزيونونو سره به د ويډيوګانو د خپرولو يوه داسې صحنه جوړه کړي چې په ټوله جنوب ختيځه اسيا به تر پښښ لاندې راشي. وپوښل شي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |